د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد له دیني عالمانو وغوښتل، چې خلکو د ټاکنو په اړه داسلامي اصولو مطابق معلومات ورکړي تر څو په ټاکنو کې ګډون وکړي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې صیاد نن دوشنبې د تلې ۲۳ مه کابل کې د کمېسیون او دیني عالمانو ترمنځ په ګډې مشورتي غونده کې دغه څرګندونې وکړې.
په دغه غونده کې چې د هېواد له بېلا بېلو ولایتونو په کې ۳۰۰ دیني عالمانو ګډون کړی وو، صیاد زیاته کړه، چې ټاکنې یا بیعت د اسلام یو اصل دی او د اسلام خلیفه ګان هم د جبر په اساس نه بلکې د ټاکنو او رای پر اساس خلافت ته رسېدلي دي.
صیاد و ویل«په افغانستان کې علما خپل نقش لري خلکو ته دا خبره معلومه ده چې ټاکنې یا بیعت د اسلام یو اصل دی، که موږ د اسلام تاریخ ته وګورو انبیا، الله دیو درانه مسولیت لپاره ټاکلي اوهغوې په انتخاباتو نه راځي بلکې د الله لخوا نه ټاکل کېږي... خو که د خلافت دورې ته وګورو هیڅ د اسلام یوخلیفه که د خلفای راشدین او د اسلامي خلافت د امویانو عباسیانو په دور کې وه، یو خلیفه هم په جبر او زور نه دی راغلی بلکې ټول د بیعت له لارې راغلي دي.»
د هغه په وینا هغه کسان چې د افغانستان د خلکو او نظام مخالف وي او بیلابیلې اعلامې (د ټاکنو) په اړه چې په اسلام کې جواز نلري خپروي، اساس نه لري او دا له دیني عالمانو اورو.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس زیاته کړه، چې دوی به په خپلو طرحو او کړنو کې له دیني عالمانو څخه سلا مشورې اخلي.
ده و ویل، چې کمېسیون به دیني عالمانو ته دا زمنیه برابره کړي، چې خلکو ته د ټاکنو په اړه داسلامي اصولو مطابق معلومات ورکړي تر څو په ټاکنو کې ګډون وکړي.
هغه کسان چې د افغانستان د خلکو او نظام مخالف وي او بیلابیلې اعلامې (د ټاکنو) په اړه چې په اسلام کې جواز نلري خپروي، اساس نه لري او دا له دیني عالمانو اورو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون په داسې حال کې په ټاکنو کې د خلکو په ګډون ټینګار کوي، چې تیره اونۍ وسله والو طالبانو د ټاکنو د ګډوډولو ګواښ کړی وه را روانې پارلماني ټاکنې یې د امریکا یوه دسیسه بللې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل