۰

پاکستان د سپین بولدک – چمن لار تړلې ده

دوشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۰
کندهار کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر نښتې وروسته پاکستاني لوري د چمن – سپین بولدک ترازیټي لار تړلې ده.
پاکستان د سپین بولدک – چمن لار تړلې ده
کندهار کې ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د افغان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر نښتې وروسته پاکستاني لوري د چمن – سپین بولدک ترازیټي لار تړلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغان او پاکستاني ځواکونه پرون یکشنبې د تلې ۲۲ مه د سپین بولدک او شورابک ولسوالۍ تر منځ د سروڅاهانو به سیمه کې په جګړه کېوتل.

جګړه هغه مهال ونښته، چې پاکستاني ځواکونو غوښتل پر کرښه اغزن سیم وغځوي، خو افغان سرحدي ځواکونو یې مخالفت وکړ.

د افغان ځواکونو تر مخالفت وروسته پاکستاني ځواکونو په وسله وال برید لاس پورې کړ، چې د افغان ځواکونو له سخت ځوابیه برید سره مخ شول.

په دغه څو ساعته جګړه کې افغان لوري ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی، خو په ځوابیه برید کې یې ۳ پاکستاني عسکر وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

په کندهار کې د پوځ چارواکي وايي، دغه سیمې ته تر ۲۰۰ زیات نور افغان پوځیان هم رسېدلي، خو پاکستاني ځواکونو اوس د اغزن سیم غځولو کار درولی دی.

د اغزن سیم کار درولو وروسته پاکستان د چمن – سپین بولدک ترازیټي لار تړل او ان پیاده مسافرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

د پاکستان دغه اقدام یو ځل بیا د دې سبب شوی، چې د دواړو هېوادونو تر منځ هر ډول سوداکریزه راکړه ورکړه په ټپه و درول شي.

په پېښور کې د خیبر پښتونخوا د صنعت او سوداګرۍ د خونو ريیس زاهد الله شینواری وايي، د لارو بیا بیا بندولو پاکستاني سوداګرو او صنعتکارانو ته زیات زیان اړولی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستان سره د پاکستان تجارتي راکړه ورکړه، چې په کال کې دوه نیم ملیارد ډالرو ته رسېده، اوس تر یو ملیارد ټیټه شوې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي