۰

ننګرهار کې د سیمه ییزه اردو درې ټولې سرتېري فارغ شول

سی شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۷
په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ۲۰۱ سېلاب قول رادو په روزنیز کمپ کې د سیمه ییز اردو درې ټولي سرتېري له زده کړو فارغ شول.
ننګرهار کې د سیمه ییزه اردو درې ټولې سرتېري فارغ شول
په ختیځ کې د پوځ چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ۲۰۱ سېلاب قول رادو په روزنیز کمپ کې د سیمه ییز اردو درې ټولي سرتېري له زده کړو فارغ شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه روزنیز کمپ څخه ۳۴۰ تنه د سیمه ییز اردو سرتېري فارغ او په دندو به وګمارل شي.

د ۲۰۱ سېلاب قول رادو درستيزوال تورن جنرال اسدالله کوهستاني وايي،  د سيمه ييزې اردو دغه سرتېري د پچيراګام، خوږياڼو او هسکې مېنې ولسواليو اوسېدونکي دي او بېرته په همدغو سيمو کې پر دندو ګومارل کېږي.

نوموړي ویلي، چې سیمه ییزې اردو تر دې وړاندې په دوو ولایتونو کې ښه نتیجه ورکړې او ټاکل شوې د هېواد نورو هغو سیمو ته هم دا پروسه وغځېږي چې نا امنه دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي