د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې چاوراکي وايي، د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د پولیسو شته تشکیل بسنه نه کوي او باید زیات شي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د نشه يي توکو سره د مبارزې مرستیال عبدالخیل بختیار کابل کې د یوې غونډې پر مهال و ویل، چې د دوی د معنییت کارونه د کورنیو چارو وزارت د ستراتېژیک پلان سره سم پر مخ روان دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د نشه يي توکو سره د مبارزې ځواکونو د روان کال په جریان د هېواد په بېلا بېلو برخو کې کې ۱۹۵۷ عملیات تر سره کړي، چې ښې لاس ته راوړنې لري.
نوموړي زیاته کړه، که څه هم د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیس به په خپل ټول توان سره د مخدره موادو د قاچاق د مخینوي هلې ځلې کوي، خو د ده په وینا اوسنیو شرایطو ته په کتو د دغه ځواک اوسنی تشکیل بسنه نه کوي.
دی وايي، چې دغه ځواک د هېواد د ننه او بهر کې مسلکي زده کړې تر لاسه کړې او تر لاسه کوي او هېچا ته به د نشه يي توکو د قاچاق او خرڅلاو اجازه ورنکړي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک و ویل، چې له نشه يي توکو سره مبارزه د وزارت د مشرتابه له لومړیتوبونو څخه ده او له دغه شومې پدیدې سره به په خپل ټول توان مبارزه وکړي.
د هغه په وینا نشه يي توکو نه یوازې ځوان نسل ته سرخوږی جوړ کړی او میلیونه انسانان پرې روږدي شوي، بلکې د ترهګرو ډلو د تمویل مهمه سرچینه هم ګرځېدلې ده.
د کورنیو چارو د وزیر په خبره، نشه يي توکي، ترهګري، اداري فساد د ولس قانوني حاکمیت او امنیت ته ستر ګواښ دی او همدې ته په کتو باید ورسره جدي مبارزه وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل