آر اس اف د انتخاباتي خبریالانو د امنیت د خوندیتوب غوښتنه کړې ده

24 میزان 1397 ساعت 8:51

د بې‌پولې خبریالانو نړیوال سازمان (آر اس اف) افغانستان کې د انتخاباتي خبریالانو د امنیت د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.


د بې‌پولې خبریالانو نړیوال سازمان (آر اس اف) افغانستان کې د انتخاباتي خبریالانو د امنیت د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سازمان پر افغان چارواکو غږ کړي، چې پارلماني ټاکنو په درشل کې، د هغو خبریالانو امنیت ته لا جدي پاملرنه وکړي، چې د انتخاباتو اړوند مسایلو ته رسنیز پوښښ ورکوي.

یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د تلې په ۲۸مه میلیونونه افغانان په پارلماني ټاکنو کې برخه اخلي او خبریالان په دغه بهیر کې د آزادو، شفافو او ديموکراتیکو ټاکنو تضمینوونکي دي.

د افغانستان او ایران لپاره د بې‌پولې خبریالانو د سازمان مشر رضا معیني ویلي  چې د ټاکنو نیټې ته په نږدې کیدو سره، پر رسنیو او خبریالانو باندې هدفي بریدونه او په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو د آزادۍ ګواښولو زیاتوالی موندلی دی.

نوموړي دغه څه د خلکو د حاکمیت او د هغوی د دیموکراتیکو ټاکنو پر وړاندې ګواښ بللی او ټینګار یې کړی، چې د اطلاع‌ رسونې له آزادۍ پرته د دیموکراتیکو ټاکنو ترسره کول ناممکنه دي.

ده ویلي، چې بې‌پولې خبریالان د افغانستان حکومت په دې برخه کې د خپلو منل شویو ژمنو د ترسره کولو لپاره لا زیاتو هڅو ته رابولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109280

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109280/

جمهور
  https://www.jomhornews.com