۰
ملي دفاع وزیر:

دښمنانو ته اجازه نه ورکوو چې ټاکنې له ستونزو سره مخ کړي

سی شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۰۲
د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هېواد دښمنانو ته اجازه ورنکړي، چې د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې ګډې وډې کړي.
دښمنانو ته اجازه نه ورکوو چې ټاکنې له ستونزو سره مخ کړي
د ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هېواد دښمنانو ته اجازه ورنکړي، چې د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې ګډې وډې کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال بهرامي چې نن سه شنبې د تلې ۲۴ مه یې کابل کې د کمانډو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې وینا کوله و ویل، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټاکنو د امنیت د تامین وړتیا لري او په ټول توان سره به هڅه وکړي، چې ټاکنې په امن فضا کې تر سره شي.

هغه ولس ته ډاډ ورکړ، چې دغه ځواکونه به خپل ټول توان سره د ټاکنو امنیت ونیسي او هېڅ دښمن ته به اجازه ورنکړي، چې ټاکنو کې ستونزې جوړې کړي.

ښاغلي بهرامي کابل کې د کمانډو ځواکونو د ځانګړو عملیاتو د قول اردو څخه د ۸۰۰ افسرانو، بریدملانو او سرتېرو د فراعت په دغه مراسمو کې له ټول ولس څخه وغوښتل، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

د ملي دفاع وزیر و ویل«موږ به څلور ورځې وروسته یوه ملي پروسه (ټاکنې) تجربه کړو، ولې د هېواد دښمنان هڅه کوي، چې دغه ملي پروسه له ستونزو سره مخ کړي، خو موږ به دښمن ته دا مجال ورنکړو، ولس ته ډاډ ورکوم چې آرامه فضا کې د ټاکنو د صندقونو پر خوا لاړ شي او خپلې رایې وکاروي.»

په ورته وخت کې د ملي دفاع وزیر دا هم و ویل، چې د افغان پوځ یو غړی هم حق نه لري، چې د یوه مشخص کس له پاره کمپاین وکړي او یا هم په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

هغه افغان پوځ ته په خطاب کې زیاته کړه«موږ په سیاسي مسایلو کې کاملآ بې طرفه یو، یوازې د یوه ښاري په توګه حق لرو، چې خپله رایه د خپلې خوښې نوماند ته ورکړو.»

د ملي دفاع وزیر یو ځل بیا ټنګار وکړ، چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټاکنو تر سره کېدو له پاره اړین تدابیر نیولي او د ټاکنو له اصولو سره سمې به دغه ټاکنې تر سره شي.

باید و ویل شي، چې د ولسي جرګې ټاکنو ته یوازې څلور ورځې پاتې دي او د دغه ټاکنو له پاره چې د راتلونکې شنبې د تلې ۲۸ مه به تر سره شي تر ۵۰ زره زیات امنیتي ځواکونه توظیف شوي دي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي