لغمان کې ۱۰۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي کشف او نیول شوي دي

24 میزان 1397 ساعت 9:24

د کورنیو چارو وزارت وايي، له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو لغمان ولایت کې د چاودېدونکو توکو یوه لویه زېرمه کشف او تر لاسه کړې ده.


د کورنیو چارو وزارت وايي، له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو لغمان ولایت کې د چاودېدونکو توکو یوه لویه زېرمه کشف او تر لاسه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن سه شنبې د تلې ۲۴ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د لغمان د امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو د لغمان مرکز د بابا صاحب په سیمه کې د یو لړ کشفي عملیاتو پر مهال د چاوېدونکو توکو دغه زېرمه کشف کړې ده.

په خبرپه کې ویل شوي، چې په یاده سیمه کې ۱۰۰۰ کیلوګرامه چاوېدونکي توکي د سړک جوړونې د یوه شرکت له خوا د استوګنې په یوه کور کې ځای پر ځای شوي وو، چې پولیسو کشف او تر لاسه کړل.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ترهګرو غوښتل، دغه چاودېدونکو توکي په بادپښ ولسوالۍ کې ته د ترهګریزو فعالیتونو او چاودنو په موخه ولېږدوي.

وزارت دا نه دي ویلي، چې دغه چاوېدونکي توکي د سړک جوړونې د کوم شرکت له خوا ساتل کېدل خو وايي په اړه یې پلټنې روانې دي.

جمهورخبري آژانس: کابل
 
 


د مطلب کود: 109282

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109282/

جمهور
  https://www.jomhornews.com