۰
جنرال بهرامي:

د جنګي تکتیکونو په بدلون سره د افغان پوځ تلفات کم شوي دي

سی شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۳
ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي وايي، د جګړیزه تکتیکونو بدلون د افغان پوځ په ګټه روان دی او په دغه بدلونونو سره د افغان پوځ مرګ ژوبله راکمه او د وسله والو مخالفینو زیاته شوې ده.
د جنګي تکتیکونو په بدلون سره د افغان پوځ تلفات کم شوي دي
ملي دفاع وزیر جنرال طارق شاه بهرامي وايي، د جګړیزه تکتیکونو بدلون د افغان پوځ په ګټه روان دی او په دغه بدلونونو سره د افغان پوځ مرګ ژوبله راکمه او د وسله والو مخالفینو زیاته شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي بهرامي دغه څرګندونې نن سه شنبې د تلې ۲۴ مه کابل کې د ځانګړو عملیاتو قول اردو روزنیز مرکز څخه د ۸۰۰ کمانډویانو د فراغت په مراسمو کې وکړې.

له دغه تعلمي مرکز څخه د کمانډو ۸۰۰ افسران، بریدملان او سرتېري فارغ شول، چې د ملي دفاع وزیر په خبره په دې سره به د امنیت په برخه کې نور هم ښوالی راشي.

د ملي دفاع وزیر په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د هېواد دښمنان نور د افغان پوځ پر وړاندې د مقاومت توان نه لري او مرګ ژوبله یې خورا زیاته شوې ده.

ښاغلي بهرامي و ویل، چې د وسله والو پر خځو او پټنځایونو وروستیو عملیاتو د جګړې لار د افغان ځواکونو په ګټه اړولې او د جنګي تکتیکونو په بدلون سره د افغان پوځیانو مرګ ژوبله راکمه شوې ده.

د ملي دفاع وزیر زیاته کړه، چې افغان پوځ په دې وروستیو کې د وسله والو پر وړاندې خپل عملیات ۳۰ سلنه زیات کړي او وسله وال مخالفین د افغان پوځ پر وړاندې د مقاومت تاب له لاسه ورکړی دی.

جنرال بهرامي د افغان پوځ د مرګ ژوبلې د راکمېدا خبره پر داسې مهال کوي، چې څه موده وړاندې یې د ولسي جرګې په یوه غونډه کې ویلي و، چې په دې وروستیو کې د افغان پوځیانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

نوموړي هغه مهال ویلي و، چې په تېره یوه میاشت کې د پوځ ۵۱۳ سرتېري شهیدان، ۷۰۰ ټپیان او دغه راز ۴۳ تنه نور برمته شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي