د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سعودي عربستان ته تللي

24 میزان 1397 ساعت 12:36

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سعودي عربستان ته تللی، تر څو د عرب خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه معلومات تر لاسه کړي.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سعودي عربستان ته تللی، تر څو د عرب خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو په اړه معلومات تر لاسه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جمال خاشقجي تېره اوونۍ ترکیه کې د سعودي عربستان قونسلګري ته تر ننوتو وروسته لادرک شو، چې ویل کېږي وژل شوی دی.

د خبریال جمال خاشقجی وژل کېدو د سعودي عربستان، امریکا او ترکیې اړیکې له دې امله خړې کړې، چې امریکايي او ترکیي چارواکي ګومان کوي، چې نوموړی د سعودي د چارواکو په لارښوونه وژل شوی دی.

اوس د همدې موضوع د څېړنو له پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سعودي عربستان ته تللی تر څو له سعودي چارواکو په دې اړه پوښتنې ګروېږنې وکړي.

سعودي ته د پمپیو د سفر په اړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندې ویلي و، چې ډېر ژر به پمپیو سعودي ته ولاړ شي او دا موضوع به وڅېړي.

که څه هم د سعودي عربستان حکومت په دغه قضیه کې لاس لرل رد کړي خو ځینې راپورونه وايي، سعودي اوس پر دې کار کوي، چې یوه داسې اعلامیه ورکړي، چې ګنې جمال خاشقجي د پلټونو پر مهال وژل شوی دی.

باید و ویل شي، چې جمال خاشقجي یو له هغه سعودي خبریالانو، چې په خپلو لیکونو کې يې د سعودي عربستان پر اوسني حکومت نیوکې کولې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109290

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109290/

جمهور
  https://www.jomhornews.com