۰
مشرانو جرګه:

که طالبان سوله وکړي، بهرني ځواکونه خپله له افغانستانه وځي

سی شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۵۶
د افغانستان د مشرانو جرګه یا سنا مجلس له طالبانو سره د سولې پروسه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خبرو ته په اشارې وايي، که طالبان سوله وکړي، بهرني ځواکونه خپله له افغانستانه وځي.
که طالبان سوله وکړي، بهرني ځواکونه خپله له افغانستانه وځي
د افغانستان د مشرانو جرګه یا سنا مجلس له طالبانو سره د سولې پروسه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه خبرو ته په اشارې وايي، که طالبان سوله وکړي، بهرني ځواکونه خپله له افغانستانه وځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلم یار نن سه شنبې د تلې ۲۴ مه د دې جرګې په عمومي غونډه کې و ویل، چې که طالبان سوله وکړي د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدو ته پلمه نه پاتې کېږي او هغوی به خپله له افغانستانه د وتلو پرېکړه وکړي.

مسلم یار و ویل، دا چې بهرني ځواکونه اوس په افغانستان کې شتون لري هغه د دې له پاره دي، چې له یوې خوا د افغانستان سره امنیتي تړون لري او له بلې خوا د جنګ د کنټرول او د سیمې د هېوادونو د دسیسو په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.

ښاغلي مسلم یار ټنګار وکړ، چې د دغه ځواکونو همکاري د اشغال په مانا نه ده او که طالب ۱۰ سلنه هم د سولې په طرف لاړ شي زیاتره بهرني هېوادونه به خپل سرتېري له افغانستانه وباسي، ځکه بیا د هغوی پاتې کېدو ته پلمه نه پاتې کېږي او هغوی هم بې ځایه لګښتونو ته لېواله نه دي.

د مشرانو جرګې رییس و ویل، چې له طالبانو یې غوښتنه دا ده، چې نور له جګړې لاس واخلي او له امریکا سره د سولې په تړاو پیل کړې خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسوي تر څو یې پر مټ په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي.

بل خوا د جرګې ځینو غړو د سولې پروسه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر توافق اندېښنه وښوده او ویې ویل، چې بهرني ځواکونه د یوې اړتیا له مخې په افغانستان کې حضور لري.

د جرګې غړي محی الدین منصف و ویل، چې بهرني ځواکونه باید هله له افغانستانه ووځي، چې په هېواد کې جګړه په رښتینې توګه پای ته ورسېږي او سولې خبرې مثبته پایله ورکړي.

د جرګې یو بل غړي بیا و ویل، چې د روانې جګړې موضوع یوازې طالبان نه بلکې ۲۱ وسله والې ډلې دلته جګړه کوي، چې په دې اساس نړیوال متحدین باید تر یوه وخته په افغانستان کې پاتې شي او د وتلو له پاره یې یوه واضح طرحه جوړه شي.

مشرانو جرګه دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هلې ځلې زیاتې کړې دي.

نوموړي په دې اړه له افغان، پاکستاني، سعودي، قطري چارواکو او دغه راز د طالبانو له استازو سره په قطر کې لیدلي او پر سوله یې ورسره خبرې کړي دي.

ویل کېږی، چې زلمي خلیلزاد قطر کې له طالب استازو سره پر دې هم موافقه کړې، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر سر امریکا ورسره خبرو ته چمتو ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي