ولسمشر غني:

تر راتلونکو ۱۸ میاشتو پورې به د برېښنا ستونزه حل شي

24 میزان 1397 ساعت 13:02

ولسمشر غني ویلي تر راتلونکو ۱۸ میاشتو پورې به د افغانستان برېښنا شبکه په منظمه توګه وصل او د فابریکو د برېښنا د کمښت ستونزه به هواره شي.


ولسمشر غني ویلي تر راتلونکو ۱۸ میاشتو پورې به د افغانستان برېښنا شبکه په منظمه توګه وصل او د فابریکو د برېښنا د کمښت ستونزه به هواره شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره زیاته کړې، چې ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون دوشنبې د تلې ۲۲ مه پروان کې له صنعتکارانو او سوداګرو سره د یوې لیدنې پر مهال کړې دي.

خبرپاڼه وايي، ولسمشر ویلي، چې تر راتلونکو ۱۸ میاشتو پورې به د افغانستان برېښنا شبکه په منظمه توګه وصل او د فابریکو د برېښنا د کمښت ستونزه به هواره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د دولت او پانګه والو تر منځ همکاري د افغانستان د پرمختګ شرط وباله او زیاته یې کړه، چې په قوانینو او مقرراتو کې بدلونونه به د پانګونې په برخه کې ډېرې ستونزې هوارې کړي.

سرچینه زیاتوي، چې ولسمشر غني له سوداګرو او طنعتکارانو وغوښتل چې د تولیدوونکو، پروسس کوونکو او صادروونکو ټولنې ایجاد کړې چې پور ورکولو ته زمینه برابره شي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پر بنسټ ولسمشر ټينګار کړی، هر سکټور چې ځان بساینې ته ورسېږي، د دولت په تدارکاتو کې ارزښت وکول کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109293

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109293/

جمهور
  https://www.jomhornews.com