جنرال ډانفورډ:

پر داعش او القاعده باید فشارونه دوام ولري

25 میزان 1397 ساعت 8:00

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال جوزیف ډانفورډ وایي، پر داعش او القاعده شبکې فشارونه باید دوام ولري تر څو دغه ډلې بیا سر راپورته نه کړي.


د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ عمومي قوماندان جنرال جوزیف ډانفورډ وایي، پر داعش او القاعده شبکې فشارونه باید دوام ولري تر څو دغه ډلې بیا سر راپورته نه کړي.

د جمور آژانس د خبر له مخې نوموړي چې په واشنګټن کې د ترهګرو ډلو په اړه د دفاعي چارواکو یوې غونډې وینا کوله و ویل، چې د داعش ډلې ضد پرمختګ ته د کامیابۍ نوم نه ورکوي.

د هغه په وینا سره له دې چې په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد پرمختګ د پام وړ دی، خو پکار ده، چې پر داعش او القاعده فشارونه جاري وساتل شي تر څو هغوی بیا فعاله نه شي.

نوموړی وايي، په تاریخ کې داسې مثالونه شته، چې د یوې ډلې په ضد د فشار د کمښت له کبله زیان رسېدلی او ترهګرو ډلو بیا ځانونه فعال کړي دي.

جنرال ډانفور ټینګار کړی، چې همدې ته په کتو باید پر داعش وسله والې ډلې او القاعده شبکې فشارونه دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109310

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109310/

جمهور
  https://www.jomhornews.com