ضمیر کابلوف:

افغانستان کې امریکا شتون د دغه هېواد له ثبات سره مرسته نشي کولی

25 میزان 1397 ساعت 8:20

د افغانستان له پاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، افغانستان کې امریکا شتون راتلونکې کې هم د دغه هېواد له ثبات سره مرسته نشي کولی.


د افغانستان له پاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، افغانستان کې امریکا شتون راتلونکې کې هم د دغه هېواد له ثبات سره مرسته نشي کولی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې کابلوف زیاته کړې، چې په افغانستان کې د امریکا حضور نه یوازې دغه هېواد بلکې ټوله سیمه ناارامه کړې ده.

د هغه په وینا دا سمه ده، چې د امریکايي ځواکونو حضور د افغانستان نظام له ړنګېدو ژغوري، خو د دې هېواد په ثبات او امنیت کې یې هېڅ مثبت اغېز نه درلود او نه به یې په راتلونکي کې ولري.

کابلوف دغه راز د امریکا او افغانستان امنیتي تړون ته په اشارې ویلي، چې دې تړون هم د افغانستان له پاره ګټه نه ده لرلې، ځکه امنیتي تر پخوا خراب شوی، جګړې زیاتې شوې او نوې ترهګرې ډلې رامنځ ته شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109312

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109312/

جمهور
  https://www.jomhornews.com