۰

هلمند او بغلان کې چاودنو ۷ تنه وژلي دي

چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۴۵
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند او بغلان ولایتونو کې د ماین چاودنو له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې، چې ټول ولسي وګړي دي.
هلمند او بغلان کې چاودنو ۷ تنه وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند او بغلان ولایتونو کې د ماین چاودنو له امله ۹ تنو ته مرګ ژوبله اړولې، چې ټول ولسي وګړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې پرون سه شنبې د تلې ۲۴ مه د هلمند د ناوې ولسوالۍ د فضل الدین څلور لاري او دغه راز د بغلان ولایت د پلخمري ښار کارته اتفاق سیمه کې رامنځ ته شوې.

په هلمند ولایت کې چاودنه د ولسي وګړو په یوه لوکسل موټر شوې، چې د چارواکو په خبره څلور تنه په کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپانه وايي، ماین د وسله والو طالبانو له خوا ځای پر ځای شوی و، چې قرباني یې ولسي وګړي شول، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا د بغلان ولایت د پلخمري ښار کارته اتفاق سیمه کې چاودنه د سیمه ییزو پولیسو د یوه پخواني قومندان، رییس فیض الله کور ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

ویل کېږي په دغه چاودنه کې د فیض الله په ګډون درې کسان وژل شوي دي.

راپورونه زیاتوي، چې فیض الله مخکې د سیمه ییزه پولیسو قوماندان و، خو اوس مهال یې کومه دنده نه درلوده.

د دې چاودنې مسؤولیت هم تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي