۰

د ولسي جرګې غړی عبدالجبار قهرمان په یوه چاودنه کې و وژل شو

چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۲۰
د ولسي جرګې برحال غړی او دغه جرګې ته بیا ځلي نوماند جنرال عبدالجبار قهرمان په یوه چاودنه کې و وژل شو.
د ولسي جرګې غړی عبدالجبار قهرمان په یوه چاودنه کې و وژل شو
د ولسي جرګې برحال غړی او دغه جرګې ته بیا ځلي نوماند جنرال عبدالجبار قهرمان په یوه چاودنه کې و وژل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن سهار د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د قهرمان د ټاکنیز کمپاین په دفتر کې شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک تایید کړه، چې په دغه چاودنه کې خپله عبدالجبار قهرمان وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

ځواک د چاودنې د نوغیت په اړه څه ونه ویل، خو ځینې امنیتي سرچینې وايي، چاودنه د قهرمان تر څوکۍ لاندې د ځای پر ځای شویو چاوېدېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

د لومړنیو راپورونو له مخې په دې چاودنه کې عبدالجبار قهرمان لومړی ټپي شوی خو وروسته یې په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د دغه چاودنې مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

عبدالجبار قهرمان په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی، د هلمند له پاره د ولسمشر ځانګړی استازی او سلاکار او دغه راز په اوس کې یې بیا ځان له هلمند څخه ځان ولسي جرګې ته نوماند کړی وو.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې له هلمند ولایت څخه ولسي جرګې ته د یوه بل نوماندان صالح محمد اڅکزي په ټاکنیز دفتر کې ځانمرګی برید شوی وو چې په کې د صالح محمد اڅکزي په ګډون ۸ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي