ولسمشر غني پر عبدالجبار قهرمان شوی برید په کلکو ټکو غندلی

25 میزان 1397 ساعت 10:39

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د افغانستان دښمنانو د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې نن د ولسی جرګې د نوماند عبدالجبار قهرمان پر ټاکنیز دفتر د تروریستیبرید په پایله کې قهرمان شهید او یو شمېر هېوادوال ټپیان کړل.


له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د افغانستان دښمنانو د هلمند ولایت په  مرکز لښکرګاه کې نن د ولسی جرګې د نوماند عبدالجبار قهرمان پر ټاکنیز دفتر د تروریستیبرید په پایله کې قهرمان  شهید او یو شمېر هېوادوال ټپیان کړل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني پر شهید قهرمان شوی برید په کلکو ټکو غندلی او هغه یې د افغانستان صادق او یو زړور بچی یاد کړی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې شهید قهرمان د هېواد د ابادۍ او د ولس د سوکالۍ ملی فکر او نه ستړې کېدونکې هڅې کولې.

سرچینه کاږي، چې ترهګر او د دوی ملاتړی د وحشیانه بریدونو په ترسره کولو سره  د ټاکنو په سوله ییز، ملی او ولسواک بهیر د افغان ولس باور نشی کمزوری کولی.

ولسمشر مسوولینو ته د شهید عبدالجبار قهرمان د ټاکنیز کمپاین په دفتر کې د رامنځته شوې پېښې د هر اړخیزې څېړنې، د عاملینو د مجازات او د  ټاکنیزو کمپاینونو د غونډو د لا ښه امنیت لارښوونه وکړه.

ښاغلي غنی د شهید قهرمان کورنۍ ته د تسلیت ترڅنګ نوموړی ته د خدای تعالی په دربار کې د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کړه ده.

باید و ویل شي، چې له هلمند ولایت څخه ولسي جرګې ته د نوماندان عبدالجبار قهرمان په ټاکنیز دفتر نن سهار شاوخوا ۹ بجې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې چاودنه وشوه.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ویلي، چې چاوېدونکي توکي د شهید قهرمان په څوکۍ کې ځای پر ځای شوي و، چې د چاودنې له امله یې نوموړی لومړی ټپي خو وروسته یې د ژورو ټپونو له امله روغتون کې ساه ورکړه.

ځواک زیاته کړې، چې په دې چاودنه کې ۷ تنه نور هم سخت ټپیان شوي، چې دا مهال په رغتون کې تر درملنې لاندې دي.

د دغه برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې په همدې لښکرګاه ښار کې یو بل نوماند صالح محمد اڅکزی هم له خپلو ۸ پلویانو سره په یوه ځانمرګي برید کې و ووژل شو.

تر هغې وروسته په تخار او ننګرهار کې هم پر ټاکنیزو دفترونو په ځانمرګو بریدونو کې لسګونه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

وسله والو طالبانو وړاندې ګواښ کړی و، چې ټاکنې به ګډوډوي او هغه چا چې په کې ګډون وکړ، په نښه کوي به یې خو د افغانستان دفاع او کورنیو چارو وزارت د طالبانو دغه خبردارۍ تش تبلیغات وبلل او ولس ته یې ډاډ ورکړ، چې امنیتي ځواکونه د ټاکنو د امنیت د تامین وړتیا لري او په خپل ټول توان به د ټاکنو امنیت خوندي کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109322

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109322/

جمهور
  https://www.jomhornews.com