۰
۲۰۳ تندر قول اردو:

غزني کې د ۴ ځانمرګو په ګډون ۲۳ وسله وال وژل شوي

چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۳۷
په سویل ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، غزني ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال د څلورو ځانمرګو برید کوونکو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
غزني کې د ۴ ځانمرګو په ګډون ۲۳ وسله وال وژل شوي
په سویل ختیځ زون کې د پوځ چارواکي وايي، غزني ولایت کې د هوايي بریدونو پر مهال د څلورو ځانمرګو برید کوونکو په ګډون ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو نن چهارشبنې د تلې ۲۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه وسله وال د ایتلافي ځواکونو له خوا په نښه شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې ایتلافي ځواکونو د غزني ولایت د قرباغ ولسوالۍ په قربان سیمه کې د وسله والو پر یوه عراده ټونس ډوله موټر هوايي برید وکړ.

سرچینه کاږي، چې په دې هوايي برید کې څلور ځانمرګي برید کوونکي، چې په دغه موټر کې سپاره و، وژل شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې بیا د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ په چورې کلي کې هم پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي.

خبرپاڼه وايي، په دغه برید کې د وسله والو طالبانو د قوماندان ظریف کوچي ډلې اړوند ۱۹ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

د ۲۰۳ تندر قول اردو په وینا، په دغو هوایي بریدونو کې د وسله والو یوه عراده رنجر او یوه عراده تونس ګاډي هم لمنځه تللي خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي