۰

میدان وردګو کې پر ملي اردو ځانمرګی برید شوی دی

چهارشنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۸
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، میدان وردګو ولایت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال عبدالرازق صافى په موټر ځانمرګی برید شوی دی.
میدان وردګو کې پر ملي اردو ځانمرګی برید شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، میدان وردګو ولایت کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال عبدالرازق صافى په موټر ځانمرګی برید شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ځايي سرچینو ویلي، دغه برید نن چهارشنبې د تلې ۲۵ مه د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د پنه بازار کې د جنرال صافي په موټر شوی دی.

د میدان وردګو د امنیه قوماندانۍ ویاند حکمت درانی وايي، په برید کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د پلې لوا قوماندان بريد جنرال عبدالرازق صافى ټپي شوی خو د نورې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

خو ځینې ځايي سرچینې وايي، په دغه برید کې د ملي اردو ۷ کسان وژل شوي هم دي، خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې برید پلي ځانمرګي کړی که موټر بم وو.

بل خوا تېره شپه وسله والو طالبانو په یاده ولسوالۍ کې د ملي اردو پر دریو امنیتي پوستو بریدونه هم کړي، چې جګړې تر سهاره دوام درلود.

د امنیه قوماندانۍ ویاند حکمت درانی وایي، طالبانو درې امنیتي پوستې نیولې وې، تجهیزات یې ترې وړي، خو یادې پوستې بېرته امنیتي ځواکونو نیولې دي.

د ده په وينا، په دغو بريدونو او ځانمرګي برید کې د ملي اردو درې سرتېرو او دغه راز ۲۲ وسله وال طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په دې اړه یې نور جزیات ورنه کړل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي