نیمروز کې پنځه سرحدي پولیس وژل شوي

25 میزان 1397 ساعت 14:44

سیمه ییز چارواکي وايي، نیمروز ولایت کې پر پوله ساتو ځواکونو د طالبانو په برید کې ۶ سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، نیمروز ولایت کې پر پوله ساتو ځواکونو د طالبانو په برید کې ۶ سرحدي پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبانو تېره شپه (د تلې ۲۴ مه) د نیمروز ولایت کنګ ولسوالۍ کې ایران پولې ته څېرمه پر افغان سرحدي پوستو بریدونه کړي دي.

د د کنګ ولسوال محمد جمعه علمي ویلي، د طالبانو په دې برید کې پنځه سرحدي پولیس وژل شوي او یو بل تن ټپي شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري، خو یوه سراچه موټء، څو د راکټ مرمۍ د پولیسو لاس ته ورغلې دي.

طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:نیمروز
 
 
 


د مطلب کود: 109335

دمطلب پته: http://jomhornews.com/ps/news/109335/

جمهور
  http://jomhornews.com