د عامې روغتیا وزارت:

هر کال ۱۷۰۰ افغان مېرمنې د سینې سرطان له امله مړې کېږي

25 میزان 1397 ساعت 14:59

د عامې روغتیا وزارت وايي، هر کال افغانستان کې ۳۵۰۰ مېرمنې د سینې په سرطان اخته کېږي، چې له دې ډلې یې ۱۷۰۰ خپل ژوند له لاسه ورکوي.


د عامې روغتیا وزارت وايي، هر کال افغانستان کې ۳۵۰۰ مېرمنې د سینې په سرطان اخته کېږي، چې له دې ډلې یې ۱۷۰۰ خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د وزارت چارواکو دغه څرګندونې نن چهارشنبې د تلې ۲۵ مه کابل کې د سینې سرطان په اړه د عامه پوهاوي پروګرام د پیل په مراسمو کې وکړې.

د عامې روغتیا وزارت مالي مرستیال ماموسۍ زیور و ویل، چې د نړیوال روغتیايي سازمان د پلټنو په اساس په نړۍ کې د کال له هرو ۸ مېرمنو یوه د سینې په سرطان اخته کېږي.

نوموړې و ویل، چې په افغانستان کې هم هر کال د سرطان ناروغۍ شل زره پېښې ثبت کېږي، چې له دې ډلې ۱۵ زره هغه یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

هغې زیاته کړه، چې له دغه شل زره ثبت شویو پېښو څخه ۳۵۰۰ یې د سینې سرطان دی، چې په مېرمنو کې پیدا کېږي او هر کال ترې ۱۷۰۰ مېرمنې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د عامې روغتیا وزارت د مالي مرستیالې په وینا د سرطان زیاتره پېښې په کابل او د کابل په ګاونډ لکه میدان وردګ او پروان ولایتونو کې ثبت کېږي.

نوموړې د سیمې سرطان په ناروغۍ د اخته کېدو لامل، د مېرمنو چاغښت، د فزیکي فعالیت نه تر سره کول، ماشومانو ته شیدې نه ورکول، له ۳۵ کلنې پورته د مېرمنو بارداره کېدل، الکولي مشروبات څښل، د حمل نه اخستل او دغه راز په کم عمر کې حامله کېدل په ګوته کړل.

آغلې زېور هغه مېرمنو ته چې ماشومان لري په خطاب کې و ویل، چې دوی باید تر دوه کلو پورې خپلو ماشومانو ته شیدې ورکړي تر چې د سینې په سرطان اخته نه شي.

دغه راز هغې زیاته کړه، چې مېرمنې باید هر کال د سینې سرطان په اړه معاینات وکړي، دا ځکه چې په وینا یې که په وخت تشخص شي علاج یې کېدای شي خو که ځنډنۍ شي د مرګ خطر رامنځ ته کوي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیالې و ویل، چې د سینې د سرطان د مخنیوي ښه لار مېرمنو ته عامه پوهاوی دی تر څو پر دغه وژونکې ناورغۍ له اخته کېدو وژغورل شي.

مېرمن زېور و ویل، چې د عامې روغتیا وزارت د سینې یا تیو سرطان د درملنې درې مرکزونه چې دوه یې په کابل او یو یې په هرات کې دی جوړ کړي دي.
 
جمهور خبري آژانس:محمد رقیف فیاض
 
 


د مطلب کود: 109337

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109337/

جمهور
  https://www.jomhornews.com