۰

د جنرال عبدالجبار قهرمان د وژنې په تور څو تنه نیول شوي دي

پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۱
له هلمند ولایته ولسي جرګې ته نوماندان عبدالجبار قهرمان د وژنې په تور پنځه/ شپږ کسان نیول شوي او دا مهال ترې پلټنې روانې دي.
د جنرال عبدالجبار قهرمان د وژنې په تور څو تنه نیول شوي دي
له هلمند ولایته ولسي جرګې ته نوماندان عبدالجبار قهرمان د وژنې په تور پنځه/ شپږ کسان نیول شوي او دا مهال ترې پلټنې روانې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال قهرمان پرون چهارشنبې د تلې ۲۵ مه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په خپل دفتر کې په یوه چاودنه کې و وژل شو.

د هلمند چارواکي وايي، چاوېدونکي توکي په هغه چوکۍ کې ځای پر ځای شوی و، چې جبار قهرمان پرې ناست او له خلکو سره یې د ټاکنو په اړه خبرې کولې.

قهرمان د خپل دفتر په انګړ کې د خپلو پلویانو سره په خبرو بوخت و، چې چاودنه وشوه.

نوموړی لومړی په چاودنه کې ټپي شو خو وروسته یې په روغتون کې سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

که څه هم د چاودنې مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست، خو تر اوسه دا نه ده معلومه، چې چاوېدونکي توکي په څه ډول د قهرمان تر دفتره ورسېدل او بیا د هغه په څوکۍ، یا تر څوکۍ لاندې ځای پر ځای شول.

د همدې موضوع د معلومولو له پاره پنځه / شپږ کسان نیول شوي دي.

د هلمند د پولیسو ویاند عبدالسلام افغان وايي، په نیول شویو کسانو کې د قهرمان ځینې ساتونکي یا باډیګارډان هم شامل دی، چې دا مهال ترې پوښتنې روانې دي.

د جبار قهرمان جسد پلازمېنې کابل ته رالېږدول شوی دی او ټاکل شوې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې په پارلمان کې خاورو ته وسپارل شي.

جبار قهرمان په تېرو دوه دورو په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازی او دغه راز د هلمند له پاره د ولسمشر ځانګړی استازی ټاکل شوی وو.

هغه تر د وړاندې د ډاکتر نجیب الله په حکومت کې دنده تر سره کوله، چې د هغه یو له نېږدې کسانو شمېرل کېده او په جګړه کې یې د قهرمان لقب هم ترې تر لاسه کړی وو.

د قهرمان مړینې سخت غبرګونونه راپارولي، ولسمشر غني په هغه برید په کلکو ټکو غندلی او قهرمان یې د هېواد یو اصلي، مېړنۍ او وطن دوسته بچی بللی دی.

د خواله رسنیو کارکوونکو هم د قهرمان پر مړینه ژوره خواشني ښودلې او د هغه وژل کېدل یې د ولس له پاره یوه ستره ضایعه بللې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي