سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یوه پاکستاني کورنۍ چې له داعش وسله والې ډلې سره یې اړیکې درلودې نیول شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند ضیا دراني ویلي، چې دغه کورنۍ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې اوسېده او پرون چهارشنبې د تلې ۲۵ مه د امنیتي موظفینو له خوا ونیول شوه.
خوږیاڼي زیاته کړې« د محمد افضل په نوم د پاکستان د لاهور اوسیدونکی دی چې مېرمن او لورګاني یې هم ورسره دي. دوی له یوه کال راهیسې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې فعالیت کاوه.»
د والي ویاند زیاتوي، دغه کورنۍ چې غوښتل یې د تورخم له لارې پاکستان ته ستانه شي، د ملي امنیت موظفینو له خوا ونیول شول.
د ننګرهار د والي ویاند وايي، دغه کس او مېرمنې یې د داعش په لیکو کې په فعالیت اعتراف کړی او وایي چې د ځینو کسانو لهخوا په افغانستان کې جګړې ته هڅول کېدل.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار