یوه پاکستاني کورنۍ له داعش سره د تړاو په تور نیول شوې

26 میزان 1397 ساعت 8:27

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یوه پاکستاني کورنۍ چې له داعش وسله والې ډلې سره یې اړیکې درلودې نیول شوې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یوه پاکستاني کورنۍ چې له داعش وسله والې ډلې سره یې اړیکې درلودې نیول شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند ضیا دراني ویلي، چې دغه کورنۍ د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې اوسېده او پرون چهارشنبې د تلې ۲۵ مه د امنیتي موظفینو له خوا ونیول شوه.

خوږیاڼي زیاته کړې« د محمد افضل په نوم د پاکستان د لاهور اوسیدونکی دی چې مېرمن او لورګاني یې هم ورسره دي. دوی له یوه کال راهیسې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې فعالیت کاوه.»

د والي ویاند زیاتوي، دغه کورنۍ چې غوښتل یې د تورخم له لارې پاکستان ته ستانه شي، د ملي امنیت موظفینو له خوا ونیول شول.

د ننګرهار د والي ویاند وايي، دغه کس او مېرمنې یې د داعش په لیکو کې په فعالیت اعتراف کړی او وایي چې د ځینو کسانو له‌خوا په افغانستان کې جګړې ته هڅول کېدل.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 


د مطلب کود: 109347

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109347/

جمهور
  https://www.jomhornews.com