د برېتانیا او هند سفیران:

برېتانیا او هند د افغان سولې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دي

26 میزان 1397 ساعت 8:51

کابل کې د برېتانیا او هند سفیرانو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره په لیدنه کې ویلي، چې هېوادونه یې د افغان سولې په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.


کابل کې د برېتانیا او هند سفیرانو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره په لیدنه کې ویلي، چې هېوادونه یې د افغان سولې په برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دغه دواړو هېواونو سفیرانو پرون چهارشنبې د تلې ۲۵ مه په جلا جلا توګه له بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې په سیمه او افغانستان کې پر مهمو مسایلو خبرې شوې دي.

د برېتانیا سفیر نیکولاس کې ویلي،دوی د افغانستان د سولې او ثبات له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستان سره د برېتانیا همکارۍ دوامداره دي او د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅه کېږي.

بل خوا د هند سفیر وینی کمار هم له صلاح الدین رباني سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان د سولې او ثبات له پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې په خبره هند به لا ډېرو افغانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او په بنسټیزو پروژو کې به همکارۍ وکړي.

وینی کمار د هند او چین له ګډو پروژو هم اطمنان ورکړی دی او زیاته کړې یې ده، چې هند او چین پر خپله ژمنه ولاړ دي او په افغانستان کې به ګډې پروژې پيلوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109351

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109351/

جمهور
  https://www.jomhornews.com