ننګرهار کې ۲۱ داعشیان وژل شوي دي

26 میزان 1397 ساعت 11:24

ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ ننګرهار ولایت کې د داعش پر پټنځایونو بمبار کړی، چې په ترڅ کې یې دغه ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان پوځ ننګرهار ولایت کې د داعش پر پټنځایونو بمبار کړی، چې په ترڅ کې یې دغه ډلې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د تلې ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو پرون د ننګرهار په اچین او هسکه مېنه ولسوالیو کې پر داعش هوايي بریدونه کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۱ داعشیان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، چې په عملیاتو کې د داعش څلور پټنځایونه هم له منځه وړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملي امنیت ځواکونو پرون به تورخم ښارګوټي کې یوه پاکستاني کورنۍ چې له داعش سره یې اړیکې او لرلې او په اچین ولسوالۍ کې یې ورته فعالیت کاوه نیولې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109356

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109356/

جمهور
  https://www.jomhornews.com