۰
دفاع وزارت:

بلخ او ارزوګان کې ۵۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۳۲
ملي دفاع وزارت وايي، بلخ او اروزګان ولایت کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې ۵۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بلخ او ارزوګان کې ۵۷ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
ملي دفاع وزارت وايي، بلخ او اروزګان ولایت کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې ۵۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د تلې ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان ځواکونو پرون د بلخ په چمتال او د اروزګان په مرکز ترینکوټ او ګیزاب ولسوالیو کې عملیات تر سره کړي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بلخ په چمتال کې د عملیاتو پر مهال ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیان او ۸ عرادې موټرسایکلونه یې له منځه وړل شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د اروزګان مرکز اړوند د سفید خار په سیمه کې د عملیاتو پر مهال ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې خبر پاڼې ویلي، چې د اروزګان په ګیزاب ولسوالۍ کې د ځوابیه برید پر مهال ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي