۰

هرات کې ماین چاودنې د طالب قوماندان کورنۍ ته مرګ ژوبله اړولې

پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۱
سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د یوه طالب قوماندان په کور کې ماین چاودنې د قوماندان په ګډون ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
هرات کې ماین چاودنې د طالب قوماندان کورنۍ ته مرګ ژوبله اړولې
سیمه ییز چارواکي وايي، هرات ولایت کې د یوه طالب قوماندان په کور کې ماین چاودنې د قوماندان په ګډون ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي، چې دغه چاودنه پرون چهارشنبې د تلې ۲۶ مه مازیګر مهال د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

نوموړي ویلي، چې دغه طالب قوماندان افضلي په خپل کور کې ماین ساتلی چې پر کورنۍ یې چاودلی او د دغه په ګډون یې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

فرهاد زیاته کړې، چې په دې چاودنه کې خپله د طالب قوماندان په ګډون د هغه د کورنۍ ۸ غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

دی وايي، په وژل شویو کسانو کې خپله دغه قوماندان، د هغه مور، مېرمن، خور او یو زوی هم شامل دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي