۰

د ټاکنو شکایتونو کمېسیون ۷ تنه د نوماندانو له لېسته وایستل

پنجشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۳
د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي نوملړ څخه د ۷ نوماندانو نومونه لرې کړې دي.
د ټاکنو شکایتونو کمېسیون ۷ تنه د نوماندانو له لېسته وایستل
د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون د ولسي جرګې د نوماندانو له وروستي نوملړ څخه د ۷ نوماندانو نومونه لرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه کمېسیون ویاند علي رضا روحاني نن پنشنبې د تلې ۲۶ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال د ایستل شویو نوماندانو نومونه په ډاګه کړل.

روحینا ولیزۍ، له میدان وردګ، عبدالکریم شفق له فراه، حبیب الله غوریاني له هرات، عبدالله ساحل له کندوز، غلام نبي ساقي له غور، احمد شاه سادات حسیني له هرات او سمیرا خیرخوا له بلخ هغه کسان دي، چې د نوماندانو له ورستي نوملړ څخه ایستل شوي دي.

د ټاکنو شکایتونو کمېسیون ویاند زیاته کړه، چې له دغه کسانو ځینې هغه یې له دندې د نه استعفا، ځینې د حبس لرلو او پاتې نور یې د بل هېواد د تابعیت درلودلو له امله له وروستي نوملړ څخه ایستلي دي.

د هغه په وینا روحینا ولیزۍ، حبیب الله غوریاني، عبدالله ساحل، سمیرا خیرخوا له دندې نه د استعفا نه کولو، عبدالکریم شفق او حبیب الله غوریاني د حبس لرلو او احمد شاه سادات حسیني د ایراني تابعیت لرلو له امله له وروستي لېسته ایستل شوي دي.

تر دا مهال ایستل شویو کسانو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د ټاکنو شکایتونو کمېسیون دغه کسان پر داسې مهال له لېسته باسي، چې ټاکنو ته یوازې یوه ورځ پاتې او د راتلونکې شنبې د تلې ۲۸ مه به د ولسي جرګې ټاکنې تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي