ټول هېواد کې د ولسي جرګې له پاره د رایې ورکولو بهیر پیل شو

28 میزان 1397 ساعت 8:33

د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې له پاره د رایې اچولو بهیر کابل اماني لېسه کې د ولسمشر محمد اشرف غني د رای کارونې لږ وروسته پیل شو.


د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې له پاره د رایې اچولو بهیر کابل اماني لېسه کې د ولسمشر محمد اشرف غني د رای کارونې لږ وروسته پیل شو.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه بهیر نن شنبې د تلې ۲۸ مه سهار اته بجې پیل او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد چې په اماني لېسه کې یې له ولسمشر سره یو ځای رایه وکاروله له خلکو وغوښتل، چې په پراخه کچه په ټاکنو کې ګډون وکړي.

دغه راز هغه له ټولو حکومتي، نظامي او ملکي چارواکو وغوښتل، چې د ټاکنو په بهیر کې خپله بشپړه بې طرفي وساتي او خلکو ته د دې زمینه براره کړي، چې خپله رایه وکاروي.

دغه راز صیاد د کمېسیون پر کارکوونکو غږ وکړ، چې که چیرې کوم څوک د دوي په چارو کې مداخله کوي، نو ژر ترژره دې د ټاکنو کمیسیون مرکزي دفتر ته خبر ورکړي، چې په اړه یې جدي اقدام وشي.

باید و ویل شي، چې د رایې اچوونې بهیر تر اوسه د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې ښه روان دی او کومه خاص ستونزه نشته، خو په ځینو مرکزونو کې دغه بهیر لږ ناوخته پیل شوې، چې خلکو او حکومتي چارواکو پرې نیوکې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 109388

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109388/

جمهور
  https://www.jomhornews.com