ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په اماني لېسه کې د رایې کارولو سره دغه بهیر پیل او ویې ویل، چې د ولسي جرګې د ټاکنو په شان به د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې هم پر خپل وخت وشي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې نن شنبې د تلې ۲۶ مه سهار ۷ بجې د رایې اچوونې بهیر پیل شو او ولسمشر محمد اشرف غني هم په اماني لېسه کې خپل د خوښې نوماند ته رایه ورکړه.
ولسمشر د رایې اچوونې وروسته په خپلو خبرو کې و ویل«وعده مو همدا ده، چې د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې به هم په خپل وخت او په ټولو هڅو سره تر سره شي تر څو د افغانستان ولس خپل برخلیک په خپله وټاکي.»
نوموړي د ولسي جرګې ټاکنو بهیر پیل ته په اشارې و ویل، باور نه کېده، چې د ولسي جرګې ټاکنې خو نن دغه ناباوري پر باور او یقین بدل شو.
ولسمشر غني و ویل، چې رایه یو امانت دی او د یوه ښاري په توګه له ټول ولس څخه غواړي، چې د رایې ورکولو مرکزونو ته ورشي او د خپلې خوښې نوماند ته رایه ورکړي.
ښاغلي غني د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د چارواکو او افغان امنیتي ځواکونو څخه د ټاکنو ورځې ته د امکاناتو د برابرولو له امله مننه وکړه.
نوموړي زیاته کړه، چې د نورستان د منډول ولسوالۍ پرته د افغانستان ټولو ولسوالیو ته د تیرې ورځې تر مازیګره ټاکنیز مواد رسول شوي وو، چې نن سهار به دغې ولسوالۍ ته هم ټاکنیز مواد رسیدلي وي.
ولسمشر په کندهار کې د دغه ولایت د امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د مړینې له امله ټاکنې یوه اونۍ ځنډیدلې او ټاکل شوې، چې په دغه ولایت کې به بله شنبه ټاکنې ترسره شي.
دغه راز ښاغلي غني د غزني ولایت اوسیدونکو ته هم ډاډ ورکړ، چې ژر به په دغه ولایت کې د ټاکنو لپاره نیټه وټاکل شي.
باید و ویل شي، چې د ولسمشر سربیره د افغانستان لومړۍ میرمن رولا غني بي بي ګل او د افغان حکومت نورو لوړ پوړو چارواکو خپلې رايې د امانې لیسې د رایې اچونې په مرکز کې وکارولې.
جمهورخبري آژانس:کابل