په یو شمېر ولایتونو کې د رایې اچونې بهیر، ستونزې او د خلکو پراخ ګډون

28 میزان 1397 ساعت 10:10

په ۳۲ ولایتونو کې ولسي جرګې د رایې اچونې د بهیر له پیل سره سم له یو شمېر ولایتونو څخه د خلکو د پراخ ګډون، خو د ځینو امنیتي ستونزو او ټاکنو د ټکني کېدو او ناوخته پیل راپورونه ورکړل شوي دي.


په ۳۲ ولایتونو کې ولسي جرګې د رایې اچونې د بهیر له پیل سره سم له یو شمېر ولایتونو څخه د خلکو د پراخ ګډون، خو د ځینو امنیتي ستونزو او ټاکنو د ټکني کېدو او ناوخته پیل راپورونه ورکړل شوي دي.

د جمهور آژانس د له مخې، کابل، پنچشېر، لوګر، پکتیا، پکتیکا، خوست، هلمند، غور، فراه او هرات هغه ولایتونه دي، چې په کې د رایې اچوونې له پاره د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده، خو په همدې ولایتونو کې ځینې امنیتي پېښې رامنځ ته شوې او دغه راز په ځینو هغو کې یې د رایې اچونې پروسه ناوخت پیل شوې ده.

دغه راز په ځینو ولایتونو کې د رایې ورکولو مرکزونه تر اوسه نه دي پرانستل شوي او کوم چې هم پرانستل شوي، په هغو کې رای پاڼې خلاصې شوې دي.

پکتیکا کې د رایي اچوونې بهیر نسبتاً پر رنګه برېښي. خلک د رایي ورکوونې مرکزونو ته راغلي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکوي، خو خوست د رایپاڼو له کمښت سره مخ دی.

دغه ولایت کې د رایي اچوونې بهیر نسبتاً پر رنګه برېښي. خلک د رایي ورکوونې مرکزونو ته راغلي او د خپلې خوښې وړ نوماند ته رایه ورکوي.

له خوست ولایت نه را رسېدلي راپورونه وایي، چې د یاد ولایت مرکز او نورو سیمو کې د رایې اچونې پاڼې کمې دي او ځینې محلونو ته پوره مواد نه دی لېږدول شوي، چې له امله یې په زرګونو رایه ورکوونکي له رایې کارولو محروم پاتې شوي دي.

بل خوا د لوګر خلکو د رایې اچونې مرکز د سوځولو ګواښ کړی او وايي، د محمد آغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د ګمران په نوم ښوونځي کې د رایې اچونې مرکز پرانستل شوی، خو هلته تر اوسه هېڅ هم نشته.

دوی وايي، له اوو بجو وړاندې د رای ورکولو مرکز ته راغلي خو هلته ټاکنیز مواد نشته او چمتووالی نه دی نیول شوی.

کابل کې زرګونه کسان په کتارونو کې ولاړ دي، خو مرکزونه غیر فعال دي، چې د افغان حکومت اجرائیه رییس هم د دغه بهیر د وروسته پیل کېدو او ټکني کېدو په اړه نیوکه کړې ده.

د کابل په احمدشا بابا مینه کې هم تر دې دمه مرکزونه نه دي فعال او لسګونه کسان بېرته کورونو ته تللي دي او دغه راز د ښار د پنځمې ناحیې کمپنۍ سیمې په قلعه کاشف ښوونځي کې سلګونه کسان د رایې ورکولو په کتارونو کې ولاړ دي، خو تر دې دمه دوی ته اولیه مواد نه دي رسېدلي.

د ښار په درېیمه برخه کې هم ډېری مرکزونه تر دې دمه غیر فعال دي او خلک د ټاکنو کمیسیون له دې چلند ناراضه دي.

په دشت برچي سیمه کې هم زرګونه کسان د رایې ورکولو مرکزونو ته په کتارونو کې ولاړ دي خو د رایې ورکولو پروسه لا نه ده پيل شوې.

د سیمې خلک وايي چې بایومتریک هم کار نه کوي او د ټاکنو کمسیون کارکوونکي وايي چې دوی ددغه سیستم فعالېدو ته په تمه دي.

د ټاکنو کمیسیون بیا وايي دوی هڅه کوي چې ټاکنې په سیمه توګه ترسره شي او د خلکو د ستونزو حل ته جدي پاملرنه کوي.

له دې سره تر څنګ ویل کېږي، چې د کابل په ارزان قیمت، درېیمه او شپږمه ناحیو کې ځینې چاودنې هم رامنځ ته شوې، خو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کابل کاونډ پنجشېر ولایت کې بیا تر دې دمه د رایې اچونې بهیر په ښه توګه روان دی، د کومې ستونزې راپور نه دی ورکړل شوی او زرګونه کسان د رایې ورکولو د محلونو پر خوا روان دي.

په ورته وخت ویل کېږي، په غور ولایت کې هم ټاکنو کې د خلکو ګډون زیات دی، خو په ځینو ولسوالیو کې یې امنیتي پېښې رامنځ ته شوې دي.

د غور مرکز چغچران، تولک، پسابند، دولت یار او لعل د غور هغه ولسوالۍ دي، چې په کې د رایې ورکولو په مرکزونو وسله وال بریدونه شي، چې له امله یې دغه مرکزونه تړلي.

خو ویل کېږي، د سیمې خلک د امنیتي ځواکونو ملاتړ ته وردانګلي او د مرکزونو امنیت یې خپله نیولی او له خلکو یې غوښتي، چې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي.

هلمند کې خلک د رایي ورکولو مرکزونو ته تللي دي خو ویل کېږي چې لا هم په یاد ولایت کې د رایي ورکولو بهیر پیل شوی نه دی.

فراه کې هم ګڼ شمېر خلک د رایې ورکولو له پاره په لیکو کې منتظر ولاړ دی، خو هلته هم ویل کېږي، چې ځینې مرکزونه تر اوسه نه دي خلاص شوي او په ځینو کې هم د رای پاڼو کمښت او د بایومتریک سیتسم نه فعالیدل خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109396

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109396/

جمهور
  https://www.jomhornews.com