۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پښتین افغان ولس ته تسلیت وايي

شنبی ۲۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۷
له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې د د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ټول افغان ولس ته تسلیت ویلی او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړیو چې په سیمه کې د جګړې پای ته رسولو کې مرسته وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پښتین افغان ولس ته تسلیت وايي
له ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې د د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ټول افغان ولس ته تسلیت ویلی او پر نړیوالې ټولنې یې غږ کړیو چې په سیمه کې د جګړې پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

د جمهور خبري آژانس مخې پښتین پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د پښتنو پر ضد روان تشدد ته پام او دلته د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره مرسته وکړي.

نوموړي په دغه ټوېټ کې لیکلي، چې پر ولسي مشرانو او مخورو تروریستي بریدونه غندي او افغان ولس ته تسلیت وایي.

 پښتین دغه راز لیکلي، موږ د پښتنو پر خاوره سوله غواړو.

نوموړي دا څرګندونې وروسته تر هغه کړې چې د پنج شنبې په ورځ په کندهار کې په یوه برید کې د یاد ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د استخباراتو رییس عبدالمومن حسین خیل ووژل شول او د والي په ګډون یو شمېر نور ټپیان شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي