۰

قندوز کې د هاوان مرمیو لګېدو ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

شنبی ۲۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۲۶
سیمه ییر روغتیايي چارواکي وايي، د قندوز ښار پر ځینو سیمو د هاوان مرمیو لګېدو له امله ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
قندوز کې د هاوان مرمیو لګېدو ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییر روغتیايي چارواکي وايي، د قندوز ښار پر ځینو سیمو د هاوان مرمیو لګېدو له امله ۴۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د قندوز د حوزي روغتون مشرۍ مرضیه یفتلي ویلي، چې دوی ته تر اوسه دوه جسدونه او ۳۸ ټپیان وروړل شوي دي.

نوموړې زیاته کړې، چې په ټپیانو کې ۱۱ تنه امنیتي سرتېري او دغه راز ښځې او ماشومان هم به کې شامل دي.

په ورته وخت کې د قندوز د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر صفي الله محزون هم ویلي، چې نن له سهار تر غرمې د قندوز ښار په بېلابېلو سیمو کې د هاوان لس مرمۍ د وسله والو مخالینو له خوا ویشتل شوې دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د قندوز د ټاکنو کمېسیون مشر رسول عمر بیا وایي، طالبانو په قندوز ښار کې پر یو ټاکنیز مرکز برید کړی، چې په ترڅ کې یې د کمېسیون یو کارکوونکی وژل شوی او یو بل ټپي دی.

تر اوسه وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

باید و ویل شي، چې په یو شمېرنورو ولایتونو کې هم پر داسې مهال چې د ولسي جرګې له پاره ټاکنې روانې دي، ځینې امنیتی پېښې رامنځ ته شوې دي.

جمهورخبري آژانس: قندوز
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي