د ملي امنیت شورا سلاکار:

ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون دښمن ته غاښ ماتونکی ځواب دی

28 میزان 1397 ساعت 15:04

د افغانستان د امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، خلکو په ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره وښوده چې د ولسواکۍ دښمنان يې د ارادو مخه نه شي نيولی.


د افغانستان د امنيت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، خلکو په ټاکنو کې په خپل پراخ ګډون سره وښوده چې د ولسواکۍ دښمنان يې د ارادو مخه نه شي نيولی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب نن غرمه د کابل اماني لېسې د رايې ورکولو مرکز کې د خپلې رايې په کارولو سره وويل، په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون د حکومت او افغان ولس ستره لاسته راوړنه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانانو له نسبي ګواښونو سره - سره په دغې ملي او ټولمنلې پروسه کې پراخ ګډون وکړ او ويې ښوده چې د ولسواکۍ دښمنان نه شي کولی د روښانه راتلوونکي لپاره د ولس د ارادو خنډ شي.

هغه ډاډ څرګند کړ، چې افغان ځواکونه په ټول هېواد کې د رايې ورکولو مرکزونو د امنيت خونديتوب لپاره ګومارل شوي او خلک کولی شي د خپلې خوښې نوماند د ټاکلو لپاره د رايې مرکزونو ته ورشي.

باید و ویل شي، چې نن شنبې د تلې ۲۸ د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د ولسي جرګې د ټاکنو بهیر پیل شوی، او ګڼو خلکو په ټاکنو کې ګډون کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109407

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109407/

جمهور
  https://www.jomhornews.com