۰
د ټاکنو کمېسیون:

د ټاکنو په لومړۍ ورځ تر ۳ میلیونه زیاتو کسانو رایه کارولې ده

یکشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۶
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه دوی ته د رسېدلو معلوماتو له مخې د ولسي جرګې د ټاکنو په لومړۍ ورځ تر ۳ میلیونه زیاتو کسانو رایه کارولې ده.
د ټاکنو په لومړۍ ورځ تر ۳ میلیونه زیاتو کسانو رایه کارولې ده
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه دوی ته د رسېدلو معلوماتو له مخې د ولسي جرګې د ټاکنو په لومړۍ ورځ تر ۳ میلیونه زیاتو کسانو رایه کارولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له غزني او کندهار پرته د هېواد په نورو ټولو ۳۲ ولایتونو کې پرون شنبې د ۲۸ مه د ولسي جرګې له پاره ټاکنې پیل شوې.

ټاکنې د سهار پر ۷ بجې پیل شوې، خو ځینې مرکزونه او محلونه تر نیمې ورځې او ان د ورځې تر اخیره پورې خلاص نه شول او زرګونه کسان له رایې کارولو پاتې شول.

د دې تر څنګ په ځینو مرکزونو کې د رای پاڼو کمښت، په ځینو مرکزونو کې د بایومتریک سیستم نه کار، په ځینو مرکزونو کې د رایه ورکونکو د نوملړ لېستونو ادلون بدلون، د رایه ورکوونکو له خوا په ساعتونو ساعتونو د رایې کارولو له پاره درېدل، په ځینو سیمو کې د نوماندانو له خوا درغلي او د رای پاڼو او صندوقونو ډکول، امنیتي او ځینې نور خنډونه هغه ستونزې وې، چې له ټاکنو سره ملې وې.

خو له دې سره سره بیا هم ګڼو کسانو په ټاکنو کې ګډون کړی و او د کمېسیون د لومړنیو معلوماتو پر اساس تر اوسه دوی ته رسېدلي معلومات ښيي، چې تر ۳ میلیونه زیاتو کسانو رایه کارولې ده.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وايي تر ټولو زیاتې رایې کابل، هرات، دایکنډي، ننګرهار او تر ټولو کمه رایې اروزګان ولایت کې کارول شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې په جوزجان ولایت کې ۵۳ سلنه کډونکونکې ښځې او د ښځو تر ټولو کم ګډون په زابل ولایت کې و، چې ۹ سلنه ښځو په ټاکنو کې ګډون کړی وو.

د صیاد په وینا د ټاکنو په لومړۍ ورځ په ټول هېواد کې له ۴۹۰۰ مرکزونو څخه د ۲۵۳ مرکزونو څخه تر اوسه معلومات نه دي تر لاسه شوي، په ۴۰۱ مرکزونو کې د ځینو تخنکي ستونزو له امله ټاکنې نه دي شوي او یا هم د امنیتي ننګونو له امله تړل شوي و.

د ټاکنو کمېسیون رییس سره له دې چې په ټاکنو کې ځینې ستونزې او نیمګړتیاوې ومنلې خو په ټول کې یې دغه ټاکنې بریالی اعلان کړې.

ښاغلي صیاد و وویل په هغه مرکزونو کې چې پرون په کې رای اچونه نه ده تر سره شوې او یا هم د ځینو ستونزو او امنیتي ننګونو له امله تړل شوي و، نن یکشنبې د تلې ۲۹ مه به پرانستل شي او خلک به رایه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل



 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي