۰

نن به هم د ټاکنو ځینو مرکزونه د رایه اچوونکو پر مخ خلاص وي

یکشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۳۲
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پرېکړې او اعلان پر اساس به نن هم د پلازمېنې کابل په ګډون په ۳۲ ولایتونو کې د رایې اچوونې ځینې مرکزونه پرانستي وي.
نن به هم د ټاکنو ځینو مرکزونه د رایه اچوونکو پر مخ خلاص وي
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پرېکړې او اعلان پر اساس به نن هم د پلازمېنې کابل په ګډون په ۳۲ ولایتونو کې د رایې اچوونې ځینې مرکزونه پرانستي وي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون شنبې د تلې ۲۸ مه د ولسي جرګې د ټاکنو بهیر پیل شو، خو ځینې مرکزونه یې د امنیتي او تخنکي ستونزو له امله تړل شوي او یا یې هم کار وروسته پیل کړی وو.

له دغه ستونزې وروسته د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرېکړه وکړه، چې په هغه مرکزونه کې چې رایه اچونه نه ده په کې تر سره شوې او تړل شوي نن یکشنبې د تلې ۲۹ مه د رایې ورکولو بهیر جریان ولري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیاد پرون په یوه خبري غونډه کې ومنله چې له ۴۹۰۰ مرکزونو څخه په ځینو هغو کې یې د تخنکي او امنیتی ستونزو له امله ټاکنې نه دي تر سره شوې او یا هم ناوخته یې کار پیل کړی دی.

ښاغلي صیاد زیاته کړې، چې دغه مرکزونه به یکشنبې هم پرانستي و او رایه اچوونکي دې ورشي او خپلې رایې دې وکاروي.

نوموړي ویلي، چې د ټاکنو په لومړی ورځ تر ۳ میلیونه زیاتو کسانو رایه کارولې او د یو شمېر مرکزونو په اړه تر اوسه کمېسیون ته معلومات نه دي رسېدلي.

که څه هم پرونۍ ټاکنې له ګڼو ستونزو سره مخې وې او داسې اټکل کېده، چې د ټاکنو کمېسیون به نن د دغه ستونزو د حل له پاره ګړندي ګامونه اخیستي وي، خو د پرون په څېر نن هم د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې لا هم د رایې اچوونې مرکزونه نه دي پرانستل شوي او خلک په لیکو کې ولاړ دي.

د کابل د کمپنۍ سیمې د قلعه کشاف د رایې اچوونې مرکز ته لسګونه کسان د رایې اچوونې له پاره ولاړ و، خو د دغه مرکز کارکونکو د سهار تر ۸ بجو پورې کار نه و پیل کړی.

دغه راز د کابل ښار په ځینو نورو سیمو کې هم لا هم د رایې اچوونې مرکزونه دي پرانستل شوي او خلک په انتظار ولاړ دي.

په پرونیو ټاکنو کې د مرکزونو په ځنډ پرانستل، په ځینو مرکزونو کې د رای پاڼو کمښت، په ځینو کې د بایومتریک سیستم نه فعالېدل، په ځینو کې د رایه ورکوونکو د نوملړ ورکېدل او ادلون بدلون، امنیتي ګواښونه او په ځینو مرکزونو کې د نوماندانو له خوا درغلي او د رای پاڼو او صندقونو ډکول او پټول هغه ستونزې وې، چې ترې راپورنه ورکړي شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي