قندوز کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۷ غړي وژل شوي دي

29 میزان 1397 ساعت 9:46

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، قندوز ولایت کې د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۷ غړي وژل شوي دي.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، قندوز ولایت کې د افغان پوځ په هوايي بریدونو کې د طالبانو د سرې قطعې ۱۷ غړي وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن یکشنبې د تلې ۲۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان پوځ پرون د قندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې پر طالبانو بریدونه وکړل.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه بریدونو کې د قندوز له پاره د طالبانو د سرې قطعې مشر په ګډون د دغه ډلې ۱۷ غړي وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو د سرې قطعې وژل شوی مشر حاجي احمد برادر الهام مشهور په ناصري نومېږي.

په ورته وخت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د قندوز د خان آباد ولسوالۍ د خواجه پسته، چهار سری، ملرغۍ، او کټه خېلو تر منځ لارو په اوږدو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې د پلخمري – بغلان تر منځ د چشمه شېر په سیمه کې د مخامخ جګړې په ترڅ کې ۷ وسله وال وژل شوي، ۸ ټپیان او یو زرې موټر یې له منځه وړل شوی دی.
 
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په دې خبرپاڼه کې دا هم ویلي، چې د قندوز ولایت د چهاردرې ولسوالي په یتیم کلي، چې د توپچي بریدونو پر مهال د سرګروپ ظریف شاه په ګډون ۷ وسله وال وژل شوي دي.

خبرپاڼه دا هم ویلي، چې په دې بریدونو کې د وسله والو طالبانو هغه هاوان چې غوښتل یې ټاکنیز مرکزونه پرې په نښه کړي له منځه وړل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:شمال



 


د مطلب کود: 109427

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109427/

جمهور
  https://www.jomhornews.com