افراسیاب خټک:

افغانانو په ټاکنو کې په ګډون وښوده چې یو نه ماتېدونکی ملت دی

29 میزان 1397 ساعت 10:01

له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مخکښ غړی او سیاستوال افراسیاب خټک وايي، افغانانو په ټاکنو کې په ګډون وښوده چې یو نه ماتېدونکی او قهرمان ملت دی.


له ډېورنډ کرښې پورې غاړې د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مخکښ غړی او سیاستوال افراسیاب خټک وايي، افغانانو په ټاکنو کې په ګډون وښوده چې یو نه ماتېدونکی او قهرمان ملت دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي خټک ویلي، چې په افغانستان کې په ډېرو سختو شرایطو کې ټاکنې ترسره شوې او افغان ولس په دې ټاکنو کې په ګډون سره وښوده، چې افغان یوه نه ماتېدونکي ملت دی.

ښاغلي خټک زیاته کړې، چې افغانانو په هېڅ ډول سختو شرایطو کې یې خپله روحیه نه ده بایللې او د افغانستان د خلکو دښمنان دوی په ارامه نه پرېږدي او په ټاکنو کې یې هم خونړي ترهګریز بریدونه کړي دي.

د پښتونخوا سیاستوال او د عوامي ملي ګوند مخکښ غړي افراسیاب خټک افغان حکومت او افغان ځواکونو ته هم مبارکي ویلي دي چې په ډېرو سختو امنیتي تهدیداتو کې یې خلکو ته د ټاکنو زمینه برابره کړه.

باید و ویل شي، چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې پرون یکشنبې د تلې ۲۸ مه په ۳۲ ولایتونو کې تر سره شوې، چې ځینې مرکزونه د ځینو ستونزو له امله تړل شوي خو دغه مرکزونو کې به د کمېسیون له پرېکړې سره سم نن ټاکنې وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109429

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109429/

جمهور
  https://www.jomhornews.com