بهرنیو ځواکونو بغلان کې د طالبانو په یوه لویه غونډه هوايي برید کړی

29 میزان 1397 ساعت 10:14

شمال کې د پوځ چارواکي وايي، بهرنیو ځواکونو بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه هوايي برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


شمال کې د پوځ چارواکي وايي، بهرنیو ځواکونو بغلان ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه لویه غونډه هوايي برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن یکشنبې د تلې ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې بهرنیو ځواکونو د بغلان ولایت په مربوطاتو کې د طالبانو پر دغه غونډه برید کړی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۰ وسله وال طالبان وزل شوي دي، خو د ټپیانو په اړه یې څه نه دي ویلي.

سرچینې د پېښې د رامنځ ته کېدو دقیق ځای هم نه دی په ګوته کړی خو زیاته کړې یې ده، چې ښايي د دغه هوايي برید مرګ ژوبله زیات شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه قول اردو نن په یوه بله خبرپاڼه کې ویلي و، چې افغان پوځ د قندزو ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د سرې قطعې د قوماندان په ګډون د دغه ډلې ۱۷ غړي وژلي دي.

جمهورخبري آژانس:بغلان
 


د مطلب کود: 109430

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109430/

جمهور
  https://www.jomhornews.com