پکتیا کې د هاوان مرمیو لګېدو ۱۳تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

29 میزان 1397 ساعت 10:28

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د څو هاوان مرمیو د لګېدو له امله د یوه ماشوم او یوې ښځې په ګډون ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، پکتیا ولایت کې د څو هاوان مرمیو د لګېدو له امله د یوه ماشوم او یوې ښځې په ګډون ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یکشنبې د تلې ۲۹ مه د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ په تعمیر بازار کې رامنځ ته شوې ده.

د پکتیا پریس کلب د دغه ولایت د امنیتي چارواکو له قوله ویلي، چې وسله والو طالبانو پر دغه بازار څو هاوانه توغولي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې په دې بریدونو کې یو ماشوم وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون ۱۲ تنه نور ټپیان شوي، چې پنځه تنه په کې امنیتي سرتېري دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون په قندوز ولایت کې هم پر ښار د هاوان په توغول شویو مرمیو کې دوه تنه وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 


د مطلب کود: 109432

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109432/

جمهور
  https://www.jomhornews.com