۰

ننګرهار کې ماین چاودنې ۱۱ تنه وژلي دي

یکشنبه ۲۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۹
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنه کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي.
ننګرهار کې ماین چاودنې ۱۱ تنه وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنه کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یکشنبې د تلې ۲۹ مه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ مومند درې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د سړک د غاړې ماین د ولسي وګړو په سراچه موټر چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۱ تنه وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په وژل شویو کسانو کې شپږ ماشومان او یوه مېرمن شامله ده، چې ټول ولسي وګړي دي.

خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه ماین داعش وسله والو د سړک د غاړې خښ کړی و، چې په ترڅ کې یې ولسي وګړي قرباني شول.

په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویلي، چې د قربانیانو جسدونه  شینوارو ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي