ننګرهار کې ماین چاودنې ۱۱ تنه وژلي دي

29 میزان 1397 ساعت 12:49

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنه کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د سړک د غاړې بمي چاودنه کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یکشنبې د تلې ۲۹ مه د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ مومند درې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د سړک د غاړې ماین د ولسي وګړو په سراچه موټر چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۱ تنه وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې په وژل شویو کسانو کې شپږ ماشومان او یوه مېرمن شامله ده، چې ټول ولسي وګړي دي.

خوږیاڼی زیاتوي، چې دغه ماین داعش وسله والو د سړک د غاړې خښ کړی و، چې په ترڅ کې یې ولسي وګړي قرباني شول.

په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویلي، چې د قربانیانو جسدونه  شینوارو ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 109438

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109438/

جمهور
  https://www.jomhornews.com