د ټاکنو شکایتونو کمېسیون:

د ټاکنو په تړاو تر اوسه زرګونه شکایتونه موږ ته رسېدلي دي

29 میزان 1397 ساعت 13:07

د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون چارواکي وايي، د ټاکنو بهیر په تړاو تر اوسه پورې له دغه پروسې څخه زرګونه شکایتونه دوی ته رسېدلي دي.


د ټاکنو د شکایتونو اورېدو کمېسیون چارواکي وايي، د ټاکنو بهیر په تړاو تر اوسه پورې له دغه پروسې څخه زرګونه شکایتونه دوی ته رسېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د شکایتونو اورېدو کمېسیون ویاند علي رضا روحاني نن یکشنبې د تلې ۲۹ مه کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال و ویل، چې د ټاکنو پروسه کې ګڼې ستونزې وې.

نوموړي زیاته کړه، چې د همدغه ستونزو او د ټاکنو پروسې په تړاو تر اوسه زرګونه نیوکې او شکایتونه کمېسیون ته رسېدلي چې کمېسیون هم د شکایتونو په نوم ثبت کړي دي.

خو په وینا یې دغه نیوکې به هله په شکایت حساب شي، چې په اړه یې کافي اسناد او لاسوندونه شتون ولري.

روحاني و ویل، چې تر ډېره دغه ډول شکایتونه له کابل، بلخ، هرات، بغلان، ننګرهار، لوګر، هلمند ولایتونو څخه دي، چې یوازې ۱۷۰۰ یې له کابل څخه کمېسیون ته رسېدلي دي.

د شکایتونو کمېسیون ویاند دا هم و ویل، چې د ټاکنو د بهیر په تړاو تر ټولو لږ شکایت له اروزګان، دایکنډي، خوست او لغمان ولایتونو څخه دوی ته رسېدلي دي.

دی زیاتوي، چې په ټول کې له ټاکنو د خلکو هرکلی خورا ښه و، خو د کمېسیون له خوا کار ټکنی و، چې دا ستونزې لا هم شتون لري.

نوموړي و ویل، چې د ټاکنو کمېسیون له خوا د امکاناتو برابرول ډېر ورو او زیاتې ستونزې یې درلودې.

د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون ویاند زیاته کړه، چې د ټاکنو پرونۍ بهیر د سهار له ۷ بجو پیل شوی و، خو په ځینو محلونو کې دغه بهیر ان تر ۳ یا ۶ ساعتونو پورې ځنډول شوی چې د ټاکنو د کمېسیون د پرېکړې پر اساس په دې مرکزونو کې به نن رایه اچونه وشي.

خو زیاتوي، دغه ستونزې نن هم تر سترګو شوې، چې ځینې محلونه په ځنډ پرانستل شوي او ځینو ته لا هم د رایه ورکوونکو لېستونه نه دي رسېدلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 109439

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109439/

جمهور
  https://www.jomhornews.com