سرچینې:

پاکستان ملا عبدالغني برادر له بنده آزاد کړی دی

29 میزان 1397 ساعت 13:14

باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، چې پاکستان د امریکا په غوښته د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مرستیال او هغې ته نېږدې کس ملا برادر عبدالغني له بنده خوشی کړی دی.


باوري سرچینو رسنیو ته ویلي، چې پاکستان د امریکا په غوښته د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مرستیال او هغې ته نېږدې کس ملا برادر عبدالغني له بنده خوشی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې زیاته کړې، وروسته له هغې چې امریکا د افغان سولې له پاره زلمی خلیلزاد د ځانګړي استازي په توګه وټاکه، له پاکستان غوښتي چې ملا برادر خوشی کړي.

د سرچینې په وینا پاکستان هم د امریکا دا غوښتنه منلې او د طالبانو د پخواني مشر مرستیال ملا عبدالغني برادر یې له بنده ازاد کړی دی.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول څخه نه دي ویلي، خو ځینو نظامي سرچینو یې رسنیو ته د ملا برادر د خوشي کېدو پخلی کړی دی، خو امریکا، پاکستان او افغان حکومت هم تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

باید و ویل شي، ملا عبدالغني برادر د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له مهمو کسانو ګڼل کېده چې له اوږدو مودو راهیسې د پاکستان په زندانونو کې بندي وو.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په ځلونو له پاکستان د ملا برادر د خوشي کولو غوښتنه کړې وه، خو دغه هېواد نه منله.

ویل کېږي، د ولسمشر غني په واکمنۍ کې هم یو ځل د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ملا برادر د خوشي کېدو له پاره پاکستان ته تللی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 109440

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109440/

جمهور
  https://www.jomhornews.com