د امریکا دفاع وزارت:

د کندهار په پېښه کې زموږ یو لوړ پوړی جنرال هم ټپي شوی دی

30 میزان 1397 ساعت 7:48

د امریکا دفاع وزارت ویلي د کندهار په وروستۍ پېښه کې د دوی یو لوړ پوړی جنرال جیفري سمېلي هم ټپي شوی دی.


د امریکا دفاع وزارت ویلي د کندهار په وروستۍ پېښه کې د دوی یو لوړ پوړی جنرال جیفري سمېلي هم ټپي شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې په کندهار کې دغه خونړۍ پېښه د تېرې پنشنبې د تلې ۲۶ مه مازیګر مهال رامنځ ته شوه.

په دغه پېښه کې یو تن وسله وال د کندهار وتلی او مشهور امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملي امنیت رییس جنرال مومن حسین خیل و وژل او والي توریالی ویسا یې ټپي کړ.

ویل کېږي برید د والي د یوه ساتونکي له خوا چې تازه په دنده ګومارل شوی و له لوړ پوړو ناټو چارواکو سره د کندهار د چارواکو تر غونډې وروسته وشو.

د امریکا ددفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې هم ویل شوي، چې د تېره پنجشنبه په کندهار کې له یوې امنیتي غونډې وروسته خونړی ترهګریز برید وشو.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په برید کې د دوو مهمو افغان چارواکو د وژل کېدو په ګډون امریکایی جنرال جیفري سمېلي هم ټپي شو.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې جنرال سمیلي دمګړی تر درملنې لاندې دی او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

د امریکا ددفاع وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی او په دې برخه کې له افغانستان سره د غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي دي.

د دغه برید مسوولیت طالبانو ومانه، خو ولس له حکومت غواړي چې د پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي او معلومات یې له خلکو سره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 109455

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109455/

جمهور
  https://www.jomhornews.com