۰

هند وايي له افغانستانه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي

دوشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۷:۵۴
هند په افغانستان کې پر وروستیو ترهګریزه پېښو ژوره خواشني ښودلې او له افغانستان سره یې د خپل ملاتړ د دوام ډاډ څرګند کړی دی.
هند  وايي له افغانستانه به خپل ملاتړ ته دوام ورکړي
هند په افغانستان کې پر وروستیو ترهګریزه پېښو ژوره خواشني ښودلې او له افغانستان سره یې د خپل ملاتړ د دوام ډاډ څرګند کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې په وروستیو ترهګریزه بریدونو سخت خواشیني دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، هند د افغانستان له یووالي، سوکالۍ، سولې، ثبات او امنیت ملاتړ کړی دی او خپل ملاتړ ته به ادامه ورکوي.

په خبرپاڼه کې د ولسي جرګې ټاکنو ته په اشارې سره راغلي، چې افغانانو له پراخو امنیتي تهدیداتو سره سره په ټاکنو کې پراخ ګډون کړی وو.

د هند حکومت د دغه ټاکنو د ترسره کولو له امله افغان حکومت او ټولو افغانانو ته مبارکي ویلې او زیاته کړې یې ده، دا ثابتوي چې افغانان ولسواکۍ ته ژمن دي او له جګړو ستړي شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هند هیله لري چې راتلونکی پارلمان پر خپلو معقولو او مناسبو پرېکړو وکړی شي افغانستان ته سوله او ثبات راولي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي