۰
ولسمشر غني:

طالبان دې د تاوتریخوالي پر ځای د خپل ولس تر څنګ ودرېږي

دوشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۰۶
ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د تاوتریخوالي پر ځای دې د خپل ولس تر څنګ ودرېږي ځکه په وینا یې افغان ولس نور له جګړو ستړی شوی دی.
طالبان دې د تاوتریخوالي پر ځای د خپل ولس تر څنګ ودرېږي
ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې د تاوتریخوالي پر ځای دې د خپل ولس تر څنګ ودرېږي ځکه په وینا یې افغان ولس نور له جګړو ستړی شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې پرون یکشنبې د تلې ۲۹ مه یې د ټاکنو له پای ته رسېدو وروسته د ویډيويي پیغام له لارې خبرې کولې و ویل، چې که طالبانو اخلاقي جرات لري، نو په ولس کې دې خپل نفوذ او زور ښکاره کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه« طالبان دې راشي او خلکو ته دې دا ثابته کړي چې فکر یې په ولس کې څومره نفوذ او پلویان لري.»

نوموړي و ویل، له ګواښونو او امنیتي ستونزو سره سره په ټاکنو کې د خلکو ګډون دا ثابته کړه، چې دوی ولسواک نظام غواړي او له جګړو، تاوتریخوالي او ټوپک ستړي شوي دي.

ولسمشر پر طالبانو غږ وکړ، چې راشي د خپلو خلکو تر څنګ ودرېږي او په دې توګه روانې جګړې پای ته ورسوي.

ښاغلي غني وايي، افغانان دې پایلې ته رسېدلي چې خپل حکومت او راتلونکې د رایې پر مټ ټاکي نه د جګړو او تاوتریخوالي په زور.

هغه په ټاکنو کې د افغانانو له پراخ ګډون څخه مننه وکړه او ویې ویل، افغانانو نړیوالو ته دا وښوده، چې دوی سوله غوښتونکي او له جګړو ستړي وګړي دي او پر دیموکراتیک نظام باور لري.

ولسمشر له امنیتي ځواکونو هم مننه وکړه، چې د ټاکنو د بهیر امنیت یې تامین کړ.

باید و ویل شي، چې د ولسي جرګې له پاره ټاکنې د شنبې او یک شنبې په ورځ تر سره شوې، چې د کمېسیون په وینا تر ۴ میلیونه زیاتو کسانو په کې ګډون کړی وو.

که څه هم د ټاکنو بهیر له ځینو ستونزو او ننګونو سره مخ و، خو کمېسیون په ټول کې دا پروسه خورا بریالی وبلله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي