۰

قندوز کې د طالبانو مسوول قوماندان وژل شوی دی

دوشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۱۴
په شمال کې د پوځ چاوراکي وايي، د قندوز ولایت له پاره د وسله والو طالبانو مسوول او مهم قوماندان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.
قندوز کې د طالبانو مسوول قوماندان وژل شوی دی
په شمال کې د پوځ چاوراکي وايي، د قندوز ولایت له پاره د وسله والو طالبانو مسوول او مهم قوماندان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د تلې ۳۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته د قندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې په دغه جګړه کې د قندوز له پاره د طالبانو مسوول ملا منصور او د دوی یو بل مهم قوماندان ملا یاسین وحدت له خپلو ۲۰ ملګرو سره یو ځای وژل شوي دي.

خبرپاڼه وايي، ملا منصور او ملا یاسین وحدت د طالبانو له خورا مهمو کسانو څخه و، چې په قندوز کې یې په ګڼو ترهګریزو بریدونو او تخریبي فعالیتونو کې لاس درلود.

په خبرپاڼه کې د افغان ځواکونو د زیان په اړه څه نه دي ویلي شوي او نه هم طالبانو تر اوسه غبرګون ښودلی دی.

جمهورخبري آژانس:قندوز
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي