۰

د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه نړیوال غبرګونونه

دوشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۵۷
افغانستان کې د ولسي جرګې له پاره ټاکنې تر سره شوې، چې له ځان سره نړیوال غبرګونه لري او دغه ټاکنو ملاتړ شوی دی.
د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه نړیوال غبرګونونه
افغانستان کې د ولسي جرګې له پاره ټاکنې تر سره شوې، چې له ځان سره نړیوال غبرګونه لري او دغه ټاکنو ملاتړ شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې ټاکنې پرون او وړمه ورځ(شنبې او یکشنبې د تلې ۲۸ مه او ۲۹ مه) د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې تر سره شوې.

که څه هم د ټاکنو بهیر کې ځینې امنیتي او تخنیکي ستونزې وې، خو په ټول کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دغه ټاکنې بریالی وبللې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ګلاجان عبدالبدیع صیا د ټاکنو تر پای ته رسېدو وروسته و ویل، چې تر ۴ میلیونه زیاتو وکړو په ټاکنو کې برخه اخیستې وه او نېږدې د ۸۰ سلنه مرکزونو رایې شمارل شوې او مرکز ته یې د لېږد پروسه پیل شوې ده.

د دغه ټاکنو په اړه نړیوال غبرګونونه هم څرګندو شوي، ملګرو ملتونو، امریکا، کاناډا، جرمني، هند او نورو هېوادونو په ټاکنو کې د افغانانو پراخ ګډون ستایلی دی.

په کابل کې د امریکا سفارت د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو اعلامیه خپره کړې او په کې د دغو ټاکنو ننګه شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، متحده ایالتو پریکړه کړې چې د افغان حکومت او خلکو سره خپل ملاتړته دوام ورکړي او زیاته کړې یې ده، د رایو د شمېرلو لپاره د افغانانو حق او هیله ته باید درناوی وشي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما ویلي، د تخنیکي او امنیتي ستونزو برسیره په ټاکنو کې د زیات شمیر خلکو ګډون هیله بخښونکې ده.

د یوناما مشر تادامیچي یاماموتو وايي «دغه ټاکنې په خپلو پښو د ودریدلو په لور د افغانستان یو تاریخي پړاو دی.»

یوناما همداراز له څارونکو، سیاسي ګوندونو، کاندیدانو او رایو ورکونو څخه غوښتي چې په راتلونکو ورځو کې د رایو د شمیرلو پروسې تمامیت په ساتلو کې رول ولوبوي.

په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي کارنیلویس سیمرمن په ټویټر کې لیکلي چې د راتلونکې لپاره د افغانانو زړورتیا او ارادې حیران دی کړی.

په افغانستان کې د کاناډا سفارت د ټاکنو پرمهال د مخالفینو بریدونه غندلې دي، او د قربانیانو له کورنیو سره یې همدردي ښودلې ده.

جرمني هم د ولسي جرګې له آزادو، شفافو او عادلانه ټاکنو څخه خپل ملاتړ ښودلی دی، او په افغانستان د سولې د راتلو هیله ښودلې ده.

دغه راز د ولسي جرګې د ټاکنو په هکله ګڼ شمیر نورو خپلواکو ادارو او کسانو هم بیلابیل نظرونه وړاندې کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي چې د ولسي جرګې په ټاکنو په لومړئ ورځ نږدې ۴ میلیون کسانو ګډون کړی وو چې ٪۶۷ پکې نارینه او ٪۳۳ پکې ښځې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي