۰
ډاکترعبدالله:

د جنرال رازق په وژنه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت لاس لرل یوه اوازه او دسیسه ده

دوشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۵
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په وژنه کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت لاس لرل یوه شایعه او د دښمن تبلیغات او دسیسه وبلله.
د جنرال رازق په وژنه کې د غوڅ ملاتړ ماموریت لاس لرل یوه اوازه او دسیسه ده
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق په وژنه کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت لاس لرل یوه شایعه او د دښمن تبلیغات او دسیسه وبلله.

د
که څه هم پر جنرال رازق د برید مسؤولیت څو ساعته وروسته وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست، خو پر خواله رسنیو دا خبره تر ډېره بدرګه کېږی، چې طالبان په داسې یوه مهم ځای او داسې یوه مهمه غونډه کې د نفوذ توان نه لري او دا کار د بهرنیو ځواکونو له خوا تر سره شوی دی.
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د تېرې پنشنبې د تلې ۲۶ مه کندهار کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او نورو لوړ پوړو چارواکو سره تر یوې امنیتي غونډې ووروسته د ولایت ودانۍ په انګړ کې په وسله وال برید کې شهید کړای شو.

له جنرال رازق سره په دغه برید کې د کندهار د ملي امنیت رییس جنرال مومن حسین خیل هم شهیدا کړای شو، د کندهار والي جنرال زلمی ویسا په دغه برید کې ټپي شو، خو جنرال مېلر تر دغه برید روغ ووت.

جنرال سکاټ مېلر وروسته په خپلو خبرو کې و ویل، چې د برید موخه دی نه بلکې د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق وو.

د امریکا دفاع وزات یا پنټاګون تایید کړې، چې د کندهار په پېښه کې د دوی یو لوړ پوړی جنرال جیفري سمېلي هم ټپي شوی چې دا مهال
ښاغلي عبدالله و ویل«غواړم په جرآت سره دا مطرح کړم، هغه شایعې، چې ویل کېږي جنرال رازق د غوڅ ملاتړ ماموریت له خوا وژل شوی دی، د دښمن پر ژرنده اوبه ور تویول دي، او د دې شایعو خپرول د هغه کسانو کار، چې د طالبانو ملاتړي دي، دا د دښمن شایعات او توطیه ده، دا د طالب جنایت دی او څوک چې د طالب جنایت توجه کوي، د ولس دښمنان دي.»
تر درملنې لاندې دی.

وروسته په راپورونو کې و ویل، چې دغه برید د کندهار د والي زلمي ویسا د یوه ساتونکي له خوا چې تازه په دنده ګمارل شوی وو تر سره شوی دی.

راپورونه وایي، د والي دغه ساتونکی چې د وسله والو طالبانو نفوذي کس و، دوه میاشتې وړاندې په دې دنده ګومارل شوی وو.

د جنرال رازق او جنرال مومن وژل کېدو د خلکو سخت غبرګونه راوپارول او خواله رسنیو کې د هغه پر وژنه له توپیر پرته د افغانستان ټولو مېشتو قومونو خواشني څرګنده کړه او رازق یې د افغانستان رښتنی بچی او د ډېورنډ کرښې او سولې قرباني وباله.

که څه هم پر جنرال رازق د برید مسؤولیت څو ساعته وروسته وسله والو طالبانو پر غاړه واخیست، خو پر خواله رسنیو دا خبره تر ډېره بدرګه کېږی، چې طالبان په داسې یوه مهم ځای او داسې یوه مهمه غونډه کې د نفوذ توان نه لري او دا کار د بهرنیو ځواکونو له خوا تر سره شوی دی.

خو د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله
افغان اجرائیه رییس و ویل« د غوڅ ملاتړماموریت د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړي دي، خو که پرېږدو چې دغه ډول آوازې زموږ د ولس عامه افکار او ذهنونه ګډوډ کړي، نو د هېواد راتلونکې له ګواښ سره مخ کوو، افغان ولس د دیموکراسۍ په لار کې ګڼې قربانۍ ورکړ او نړیوال ځواکونه د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي.»
نن دوشنبې د تلې ۳۰ مه د وزیرانو شورا په غونده کې دغه څه چې ګڼې بهرني ځواکونه د جنرال رازق په وژنه کې لاس لري، شایعې او آوازې وبللې.

ښاغلي عبدالله و ویل«غواړم په جرآت سره دا مطرح کړم، هغه شایعې، چې ویل کېږي جنرال رازق د غوڅ ملاتړ ماموریت له خوا وژل شوی دی، د دښمن پر ژرنده اوبه ور تویول دي، او د دې شایعو خپرول د هغه کسانو کار، چې د طالبانو ملاتړي دي، دا د دښمن شایعات او توطیه ده، دا د طالب جنایت دی او څوک چې د طالب جنایت توجه کوي، د ولس دښمنان دي.»

عبدالله د دغه ډول شایعاتو خپرول د افغان ولس له احساساتو سره لوبې وبللې ځکه چې په وینا یې دا مهال ټول افغان ولس د جنرال رازق وژل کېدو د غم په ټغر ناست دي.

افغان اجرائیه رییس و ویل« د غوڅ ملاتړماموریت د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړي دي، خو که پرېږدو چې دغه ډول آوازې زموږ د ولس عامه افکار او ذهنونه ګډوډ کړي،
عبدالله زیاته کړه، چې د ولس ځوانان باید د دښمن د دسیسو او احساساتو تر اغېز لاندې رانشي، دا د دښمن له خوا پر رازق شهید د برید یوه دسیسه وه، لکه څنګه یې چې د سولې شهید استاد رباني شهید کړ، دښمن توطیه دا ده چې غواړي موږ له یو بل سره واچوي، هغه کسان چې اګاهي لري باید میدان ته داخل شي تر څو افغانستان بحث یو ځل بیا پر بله لار کش نه کړای شي.»
نو د هېواد راتلونکې له ګواښ سره مخ کوو، افغان ولس د دیموکراسۍ په لار کې ګڼې قربانۍ ورکړ او نړیوال ځواکونه د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي.»

د عبدالله په وینا دا اوس چې هره شپه د افغان پوځ ځانګړي ځواکونه عملیات کوي، د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له ځان سره لري او په لومړۍ لیکه کې ورسره ولاړ دي.

عبدالله زیاته کړه، چې د ولس ځوانان باید د دښمن د دسیسو او احساساتو تر اغېز لاندې رانشي، دا د دښمن له خوا پر رازق شهید د برید یوه دسیسه وه، لکه څنګه یې چې د سولې شهید استاد رباني شهید کړ،  دښمن توطیه دا ده چې غواړي موږ له یو بل سره واچوي، هغه کسان چې اګاهي لري باید میدان ته داخل شي تر څو افغانستان بحث یو ځل بیا پر بله لار کش نه کړای شي.»

د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله په تینګار سره و ویل، چې پر جنرال رازق برید طالبانو کړی او دا یې د دې له پاره کړی، چې د ده په وینا ټاکنې ګډوډې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي